ولې د سترګو لاندې تورې حلقې؟ لاملونه، مخېنوی او درملنه يې 

د سترګو  لاندې تورو حلقو پيدا کېدل يوه ناروغي ده. دغه حلقې د سترګو  لاندې برخه کې وي. تورې کړۍ، پړسېدلې کڅوړې را څرګنديږي. دغه حلقې ستر عمر  لرونکو کسانو کې پيدا کېږي او هغه کسان چې ځوانان وي خو د کورنۍ نور غړي يې دغه حلقې ولري، نو په جينيټکي او ارثي ډول، دوی کې هم پيدا کېږي. 

ولې د سترګو لاندې تور حلقې پيدا کېږي 
- بې خوبي او ستړيا: ستړيا د سترګو لاندې د تورو حلقو پيدا کېدو لامل دی. هر کله چې يو کس بې خوبه شي او ستړی وي نو دغه ستړيا او بې خوبۍ له امله يې تورې حلقې پيدا کېږي. هر کله چې بې خوبه شی، نو د وينو کوچني رنګونو کې وينه ټوليږي او د وينې دغه ټولېدنه تور- رنګه ښکاري. بي خوبي همدا ډول سبب کېږي، چې د سترګو لاندې نسجونو کې د مايع ټولېدنه سبب شي  او دې سره د سترګو لاندې کڅوړې پيدا کيږي. 
- زوړوالی: د عمر په تېرېدو سره د انسان پوستکی نازک او نری کېږي. دې سره د پوستکي غوړ کميږي او پوستکی کې ګونځې پيدا کوي. نو د ستړيا او بې خوبۍ له امله چې د سترګو لاندې پوستکي کې وينه او او مايع ټوله شي، بيا د تورو حلقو او کڅوړ  په څېر ښکاري. 
-  حساسيت: ځيني حساسيتونه لکه hay fever تبه هم د سترګو لاندې تورې حلقې  پيدا کوي؛ 
- hyperpigmentation يوه بله ناروغي ده چې دا هم د سترګو لاندې  تورې  کړۍ پيدا کوي؛ 
- هغه کسان چې وينه يې کميږي او anemia لري، هم په دې وضعيت اخته کېږي؛ 
- سګرېټ څکول، د لمر وړانګې، تايروئيد هورمون ګډوډي، د سترګو ګرول او نور هم په خپل نوبت سره دغه حالت رامنځته کوي. 

د سترګو لاندې د تورو حلقو درملنه 
- بدرنګ ټوټې کړئ، بيا د يو څو دقيقو لپاره  ټوټې د سترګو پر لاندې برخه کېږدئ؛ دا چاره څو ځلې تکرار کړئ. 
- که بې خوبه او ډېر ستړی  ياست، نو خوب وکړئ او ځان ته استراحت ورکړئ، په دې چاره سره به د سترګو لاندې ټوله شوې وينه بېرته خپل ځای ته لاړه شي او تورې حلقې به ورکې شي. 
- د يخو ټوټې يا بل سوړ شی د سترګو لاندې برخه باندې هم د تورو حلقو په ورکولو کې مرسته کولی شئ. 
- د تور او شين چای کڅوړې تودو اوبو کې کېږدئ او وروسته يې د يو څو دقيقو لپاره پر سترګو ونېسئ. 
که چېرې دا پورته شوې طريقې کار ور نه کړي، نو بيا اړينه ده چې ډاکټر ته لاړ شئ او د طبي لارو يې درملنه وشي. تر ټولو غوره  لار دا ده، چې د سترګو  لاندې  تورې حلقې په  استراحت او خوب کولو سره ورکې شي.