له افغانستانه تېر کال د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت

کابل (روهي): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې تېر کال له افغانستان څخه د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت انجه – چې یو طبي بوټی ده - بهر ته صادر شوی دی.

د معلوماتو له مخې، د دغه بوټي له ريښې سور رنګه سپینه شیره وځي چې د درملو په جوړولو او د خوراکي توکو په خوندور کولو کې ترې کار اخیستل کېږي.

انجه تر ټولو ډېره د هېواد په شمالي ولايتونو، په ځانګړي ډول په سمنګان، فارياب، بغلان، جوزجان، بلخ او کندوز ولايتونو کې کرل کېږي او په طبیعي ډول په غرونو کې هم شنه کېږي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې تېر کال د سل میلیون ډالرو په ارزښت ۱۲۵۸ ټُنه انجه بهرنیو هېوادونو ته صادره شوې ده.

سرچينې زیاته کړې چې د انجې ډېر صادرات هندوستان ته شوي دي.