خوست کې يو جومات او د جرګو لپاره ودانۍ جوړې شوې

 په څه باندې ۳ ملیونه افغانۍ  مسجد او د جرګو دکور لپاره ودانۍ  جوړې  شوې ..
د خوست ولایت د اقامت ګاه په داخل کې په څه د پاسه درې ملیونه افغانۍ د جرګو یو کور او مسجد جوړ  شول ، چې د سلواغې په ۷ مه نېټه د یو لړ مراسمو په ترڅو کې د پټۍ په پرېکولو سره  ګټې اخېستنې ته وسپارل شول .
په یادو مراسمو کې خوست والي  عبدالجبارنعیمي ، د ولایتي شورا نوي ریس مراد خان منګل ، مرستیال سېدکریم خان خاکسار ، د ولایتي شورا نورو غړو ، د ولایتي ادارو ریسانو ، دیني علمااکرامو ، قومي مخورو مشرانو، د مدني ټولنو فعالینو ، ژورنالستانو او په سلګونو کسانو ګډون درلود.
مراسم د حج او اوقافو ریس مولوي اظهارلدین له خوا د پاک قرآن د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پيل شول.
له تلاوت وروسته د جرګو د کور او د مکمل شوي مسجد د پرانېستې پټۍ د خوست والي عبدالجبارنعیمي او نورو مخورو په لاسونو په دې موخه پرېکړل شوه ، چې یاده وداني او جومات ګټې اخېستنې ته چمتو او وسپارل شول .
د پټۍ پرېکولو له مراسمو وروسته  خوست والي او نورو ګډونوالو د جرګو کور په لویه خونه کې ناسته وکړه .
ناستې ته په سرکې خوست والي عبدالجبارنعیمي  خبرې وکړې .نوموړي په خپلو خبرو کې له ټولو ګډونوالو مننه وکړه ، چې د مکمل شوي جومات او همداشان د جرګو کور په پرانېسته کې یې ګډون کړی .
ښاغلي نعیمي زیاته کړه ، پخوا هم د ولایت مقام اړوند  اقامت ګاه کې  کوټې وې ، خو داسې یو مناسب ځای نه وو، چې په هغه کې د قومونو له مشرانواو  دیني عالمانو سره د وخت  د شته اړتیا له مخې د جرګو مرکو پروګرامونه ترسره شي .د ده په خبره چې خوست د جرګو او مرکو ولایت دی او دلته ډېری ستونزې او مشکلات د همدې درانه دود له مخې حل او فصل کیږي .نو ځکه یې په اقامت ګاه کې د جرګو کور په نوم ځانګړی تعمیر جوړ کړ.
خوست والي عبدالجبارنعیمي په خپلو خبرو کې له  مشرانو او دیني عالمانو یو ځل بیا غوښتنه وکړه ، چې په افغانستان او ځانګړي توګه د خوست په  ولایت کې د ټولو هغو کسانو سره چې په یوه او بل نوم یې سلاح اخېستي او د دولت مخالفت کوي ، ورسره خبرې وکړي  او دوی ته قناعت ورکړي ، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ستاسو خپل نظام دی او ټول په کې ستاسو وروڼه او اولادونه  دندې اجراء کوي. نو راشئ د خپل هېواد د آبادولو په موخه په ګډه توګه سره لاس په کار شو او د ورورۍ له مخې په ګډ تفاهم سره شته خپل منځي مشکلات  حل و فصل کړو. ده وویل جنګ او خشونت پرته له دې چې بربادي رامنځته کوي ، نوره هېڅ کومه ګټه نه لري .  په هغه څه چې  خدای ، رسول ص او ولس پرې رضا کیږي ، سوله او صادقانه خدمت کول دي .نو په کار ده ، چې ټول افغانان د سولې په راوستلو او لازمو خدمتونو کولو  سره د خپل خدای  ج  او ولس رضا لاسته راوړو.
والي عبدالجبارنعیمي دا هم وویل ، په کومو ټولنو کې چې فکري رغونه شوي ، د خلکو اذهان یې روښانه او د خپلو ملي ګټو او شتمنیو په ساتلو او پاللو پوهیږي ، هغوی د فکر له خیاله وتلي پرمختګونه کړي .
خو له بده مرغه په افغانستان کې تېرو دریو لسیزو داسې څه په میراث پریښي ، چې  د ساختماني چارو ترڅنګ یې د افغانانو فکري رغونه هم زیانمنه کړي ده .ده په دې لاره کې د افغانستان د فرد، فرد دنده وبلله ، چې مبارزه وکړي او د خلکو اذهان روښانه شي ، چې له فکري رغونې وروسته  د ساختماني چارو رغول اسانه او کېدونکي دي .
خوست والي عبدالجبارنعیمي په خپلو خبرو کې ناستې ته وویل ، که تاسو راغلي مشران، عالمان او ځوانان  د همدې شېبې څخه د جرګو دکور ه کلک تعهد وکړ، چې د وطن په ارامۍ او سوکالۍ کې به د زړه له کومې ګام پورته کوو، نو ستاسو د قوت مخه هېڅوک هم نه شي نیولی .چې له مخې به یې زور ، ظلم او هر ډول ورانی له منځه ځي .ده د شته ناخوالو له منځه وړل یوازې په کلک هوډ او ملي یوالي پورې تړلي وبللې .چې په کار ده ، هوډ مو لاقوي او ټينګ یوالی رامنځته شي .ترڅو له امله یې ټولې بدبختۍ ختمې او افغانان له هوسا ژوندانه برخمن شي .
له ده  وروسته قومي مشر حاجي ناظم ځدراڼ او یو شمېر نورو ویناوالو خبرې وکړې . دوی ټولو په خپلو خبرو کې دخوست والي په دغه ټکي ، چې باید فکري رغونه وشي  موافقه وکړه  . دوی همداشان زیاتوله ، چې د سولې د عالي شورا د طرحې په پلي کولو کې به ولس ته د سولې راوستو په موخه له ولایتي ادارې سره اوږه په اوږه هلې ځلې کوي . ناظم ځدراڼ په خپلو خبرو کې له خوست والي مننه وکړه ، چې دخوست زیات شمېر کورنۍ  یې له ویر او ماتم خلاصې کړې او هغه لسګونه کاله وړاندې په میراث پاتې شخړې یې هوارې کړې ، چې له مخې یې وروڼه قومونه په خپل منځ کې سره د جنګ لپار وېشلي وو.
وروسته له خبرو څخه د جرګو په کور کې د خوست والي عبدالجبارنعیمي له خوا تیاره کړل شوي غرمنۍ وخوړل شوه . له ډوډۍ وروسته ټولو ګډونوالو د  حضرت بلال رض  په نوي مکمل شوي جومات کې د ماسپېښين لمانځونه ادا شول .
د ماسپېښين د لمانځه  وروسته د مدني ټولنو ، فرهنګیانو او ژورنالستانو په خوښه د جرګو په کور کې دسولې مشاعره ترسره شوه ، چې په کې ګڼ شمېر شاعرانو خپل ملي ، حماسي او وطني شعرونه ولوستل  ، په شعرونو کې له جنګ او خشونت څخه د کرکې پيغامونه وو، چې په کې د افغانانو بربادي او تباهي تمثیل شوي وه  .همداشان د شاعرانو په شعرونو کې افغانستان ته د سولې په راوستلو ټينګار شوی وو او دا یې د ټولو افغانانو په ځانګړي توګه د مخورو بانفوسه دیني علمااکرامو او قومي مشرانو دنده بلله .چې د سولې په راوستو کې له هېڅ راز هلو ځلو درېغ ونه کړي . ترڅو د افغانانو تورسرۍ نور د خپلو وروڼو ، زامنو او خاوندانو له غمه ونه ژاړي . بلکې له خوشالۍ او ښه ژوند تېرولو برخمنې شي .
همداشان په شعرونوکې افغانانو ته پېغور ورکړل شو، چې تر افغانستان کم عمره هېوادونه په سپوږمۍ او مریخ کې کشفیات کوي ، ولې افغانان په خپلو کې د یواو بل  د وژنې قهرمانان جوړ شوي ، د دوی پیغام داوو، چې  نور دې له دا ډول ناوړه قهرمانیو تېر شي او په خپلوکې دې وروڼه او خویندې شي ، ترڅو
له یوې خوا له پېغورونونوخلاص شو او له بله لوري وکولای شو، لږ تر لږه د ژوند په خوږو پوی شو.
د یادولو وړ ده ،چې د روان لمریز کال په پیل کې هم د ولایت مقام په ځانګړي همکاري او د خوست مېشتو فرهنګیانو په هلو ځلو سره د سولې کلنۍ مشاعره ترسره شوي وه .چې دا دی ، د ولایت مقام اړونده د اقامت ګاه په داخل کې د جرګو په کور کې په لومړۍ ورځ د قومي مشرانو ، علمااکرامو پر وړاندې دځوانانو له خوا د سولې مشاعره ترسره شوه .
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
مسوول : مبارزمحمدځدراڼ
نېټه : ۱۳۸۹/۱۱/۷
ورځ : شپږم