کابل(روهي): اقتصادي کمېسیون په دولتي شرکتونو د بانکي محدودیتونو کمولو په اړه د میکانېزم جوړولو لپاره پلاوي ته دنده ورکړه.

دغه راز یاد کمېسیون ویلي، امنیتي ارګانونه دې له برښنا شرکت سره د مقروضیتونو په راټولولو کې همکاری وکړي.

دا څرګندونې د ریاست‌الوزراء د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له دفتره رسنیو په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي دي.

د خبرپاڼه له مخې، اقتصادي کمېسیون امنیتي ارګانونو ته دنده وسپارله، څو له دولتي ادارو او زورواکانو څخه دافغانستان د برښنا شرکت د مقروضیتونو په راټولولو کې له برښنا شرکت سره جدي همکاري وکړي. 

سرچینې لیکلي:"د افغانستان برښنا شرکت وايي، د کابل له فتحې وروسته او تر هغه مخکې ډېری دولتي ادارو او زورواکانو د دوی قرضونه نه دي ورکړي چې دې چارې له ستونزو سره مخ کړي دي."

سرچینې زیاته کړې چې اقتصادي کمېسیون د افغانستان بانک او دولتي شرکتونو استازو ته هم دنده وسپارله، څو په ګډه پر دولتي شرکتونو باندې د بانکي محدودیتونو د کمولو په اړه یو منظم میکانېزم جوړ کړي.

دغه راز د سرچینې په وینا، اقتصادي کمېسیون د کابینې له ۲۸مې مصوبې سره سم ټولو وزارتونو ته دنده وسپارله، څو هر وزارت د خپلو اقتصادي او پرمختیايي پروژو طرحې ترتیب او د منظورۍ په موخه یې د مشرتابه مقام ته وړاندې کړي.