پکتیا کې له یو میلیارد ډیرې افغانی عواید راټول شوي

کابل- ۲۲ وری۱۴۰۱: د پکتیا چارواکي وایي چې په تېرو دریو میاشتو کې یې تر یو میلیارد افغانیو یې عواید راټول کړي دي.

د دغه ولایت مستوفي مولوي احمدالله ویلي، د یادو عوایدو ډیره برخه له ګمرکي محصول څخه وضعه شوې ده.

هغه وایي، د جدي (مرغومي) میاشتې له لومړۍ نیټې څخه بیا د حمل (وري) میاشتې پورې، په ټوله کې د پکتیا د ګمرک ریاست لخوا څه باندې ۱.۱ میلیار افغانۍ راټولې شوې دي.