کابل - ۲۲ وری۱۴۰۱: د پاکستان د ټولنیزو رسنیو ځینو کارونکي وایي چې له بهر ور وارد شوی حکومت نه مني.

ځینو پاکستانیانو په ټوېټر کې داسې کمپاین پیل کړي چې وایي را وارد شوی حکومت راته د منلو وړ نه دی.

دغه ټرېڼډ په تېرو دوه ساعتونو کې له دوه نیمو زره ځلو ډېر استعمال شوی دی.

دا په داسې حال کې ده د یاد هېواد لومړي وزیر عمران خان څخه د باور رایې اخیستو وروسته خلکو په لاریونونو هم لاس پورته کړی دی.