بشردوست: ټولې جګړې د بهرنیو په اشاره ترسره شوي

روهي - ۲۲ وری ۱۴۰۱: د ولسي جرګې مخکینی غړی او سیاستوال رمضان بشردوست وايي، د افغانستان ټولې جګړې د بهرنیانو په اشارو او ملاتړ ترسره شوې دي.

هغه دغه څرګندونې په یوه ټلویزیوني مرکه کړې دي.

دی وایي:" په ۱۹۹۱ ميلادي کال کې د خپلواکۍ له خالصې ملي او ازادي غوښتونکې جګړې پرته د دغه هېواد ټولې جګړې د بهرنیو په اشاره او ملاتړ د بهرنیانو لپاره تر سره شوي دي."

هغه زیاته کړې چې د افغانستان په ټولو جګړو کې بهرنيو هېوادونو افغان جنګياليو ته پلان او امکانات برابرول.

بشردوست زیاتوي، د اوسني سرپرست حکومت یا د ط.البانو چارواکي له پخوانیو چارواکو سره په مجلل ژوند او امکاناتو کې ډېر توپير نه لري.

د ده په وینا، دوی کار د اهل کار پر ځای یوازې د خپلې ډلې جنګیالیو ته سپاري.