د کرکټ نړیوالې شورا وايي چې افغانستان کې د ښځو کرکټ پراختیا څاري او نارینو لوبډلې سره مرسته کوي.

 د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې سره د مرستو د دوام ژمنه کړې خو د ښځو د کرکټ‌ د پراختیا او د پرمختګ غوښتنه یې هم کړې ده.

یادې شورا تېره ورځ په یوې خبرپانه کې ویلي افغانستان کې د ښځو د کرکت د پراختیا د څارلو په ګډون د د نارینوو د لوبډلې سره مرستې جاري ساتي څو نړیوالې لوبې وکړي.
سرچینې لیکلي:"د افغانستان کرکټ بورډ د ښځو د کرکټ د پراختیا په اړه خپله مسلسله ژمنه تائید کړې او د دې کار د ترسره کولو لپاره به کاري کمېټې ته بشپړ عملي پلان او بودیجه سپاري. کاري کمېټه به حالت څاري."

دا په داسې حال کې ده چې د ط.البانو یو لوړ پوړي چارواکي څه موده مخکې ویلي و چې د ښځو کرکټ ته اجازه نه وي.

خو افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړی دی او هر غړی مکلف دی چې د شورا د منشور په اساس خپلې چارې مخې ته یوسي.

افغانستان په تېر وخت کې د ښځو د کرکټ لوبډله لرله خو د طالبانو له راتګ وروسته د هغوی فعالیت بند شو.