سادات: د مخکینو ځواکونو د انسجام بهیر پیلیږي

کابل (روهي): د مخکني حکومت د پوځ یو جنرال سمیع سادات وايي چې له مخکنیو لوړ پوړیو جنرالانو او افسرانو سره خبرې روانې دي ترڅو د بیا انسجام بهیر یې ژر پیل شي.

هغه ویلي: "له اختر وروسته به د امنیتي ځواکونو د انسجام طرحه جوړه شي. موږ په دریو پوځي، سیاسي او مدني برخو کې خپل اقدامات پیلوو."

هغه زیاته کړه چې په دغه بهیر کې به ډير پخواني کسان او هغوی چې د جمهوریت په ړنګېدو کې یې لاس درلود نه وي شامل خو ډېره اتکا به په نویو ځوانانو کېږي.

سمیع سادات زیاتوي چې لومړی به به مخکني ځواکونه په کوچنیو عملیاتي چریکي ډلو وېشل کېږي او ټول لګښت یې د وطندوسته افغانانو له لوري برابرېږي.

هغه وویل: "موږ نغواړو چې له یو پردي هېواد څخه د لاسپوڅي په ډول پېسې ترلاسه کړو او پېسې یې چې بندې شوې، بیا په خپلو کې سره ونښلو."

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغان حکومت اونړیوالو ځواکونو په ضد له شاوخو شلو کلونو جګړې وروسته، یو ځل بیا په افغانستان باندې حاکم شول.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود هم د پخوانیو ځواکونو د انسجام خبره کړې وه.

خو هغه ډېر جزئیات نه و ورکړي.