په ميدان وردګو ولايت کې د ولايتي شورا نوی رييس ،مرستيال او منشې وټاکل شو.

  
دمیدان وردګو ولایت دولایتي شورا دخپل کاري ماموریت د دویم کال په ټاکنو کې محمد حضرت جانان ددې شورا دریس په توګه وټاګل شو.
هغه غونډه چې د ولایتي شورا په دفتر کې  په همدې موخو  جوړه شوې وو ددې ولایت والي محمد حلیم فدایي سربېره د یونما دفتر استازو،دټاکنو دخپلواک کمیسیون غړو،دولتي ادارو ریسانو، یو شمير فرهنګیانو،او دمدني ټولنو استازو برخه اخیستې وه.
غونډې ته ښاغلي والي په خپله ویناء کې دولایتي شورا سره د ولایت مقام همغږۍ توب وستایلوو او هم یې د دوۍ یوکلنې لاسته راوړنې د خوښې وړ وبللې.
ښاغلي فدایي ددې شورا ریس محمد رفیع وردګ او غړو نه ستړې کیدوونکي هلې ځلې او خدمتونه وستایل او زیاته یې کړه چې نوموړي شورا دټولو حکومتي ادارو سره یوځای ددې ولایت ټولو اوسیدونکو لپاره پرته دکوم تبعیض او او کرکې خپل فعالیتونه ترسره کړي چې دغه روحیه خپله دملي وحدت دپیاوړتیا ښکارندويې کوي.
محمدرفیع وردګ هم د ټاکنو داهمیت په اړه خبرې وکړي او زیاته یې کړه چې دشورا ریاست کوم امتیاز نلري بلکې دا یوه ستر مسولیت وو چې دیوکال په جریان کې ماته راکړل شوې وو او نن مې ماموریت پای ته ورسیدو او په راتلووکي کې ددې ولایت ټولو اوسیدونکو دخدمت په چوپړ کې و اوسم.
وروسته دغړو ترمنځ ټاکنې ترسره شوې چې محمد حضرت جانان د ۶ رایوو په اخیستلوو سره دشورا ریس،حلیمه عسکري د ۵ رایوو په اخیستلو سره دشورا مرستیاله او حسن علي فهیمي د ۹ موافقو رایوو په اخیستلو سره دشورا دمنشې په توګه وټاکل شو.
 
دیادونې وړ ده چې ددې ولایت ولایتي شورا ټول ۹ غړې لرې  چې ۶ یې نارینه او ۳ تنه ښځې لري.
                د ولایت مطبوعاتي دفتر Midan.pressoffice@gmail.com
۰۷۸۹۶۳۱۸۶۰شاهدالله شاهد