ښايي د پاکستان نوی لومړی وزیر شهباز شریف شي

کابل(روهي): په پاکستان کې د تېره ورځ د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر عمران خان له دندې ګوښه کړل شو او نن به پارلمان ددغه هېواد نوي لومړي وزیر ته رایه ورکوي.

د راپورنونو له مخې، ښایي شهباز شریف وکړی شي د پارلمان ډېرې رایې خپلې کړي او ددغه هېواد لومړی وزیر شي.

په ورته مهال محمود قریشي هم ددغه څوکۍ نوماند دی خو د بریا چانس یې کم دی.

 د پاکستان په لنډ تاریخ کې تر دې دمه هېڅ لومړي وزیر خپله پنځه کلنه دوره نه ده پوره کړې او هر یو په یوه پلمه د مخالفینو له لوري له دندې ګوښه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې عمران خان څلور کاله پر واک پاتې شو او دوره یې د اعتماد رایې په بېرته اخیستو ختمه شوه.