ملګرو ملتونو یو ځل بیا له افغان حکومت غوښتي چې د نجونو  ښوونځي دې  پرانیزي

کابل(روهي): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر ويلي چې افغان حکومت دې د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي او پرېږدي چې دوی کار او زده کړو ته ادامه ورکړي. 

د ياد دفتر مشرې دیبورا لاینز په وروستیو ورځو کې له ګڼو افغان چارواکو سره کتلي او د نړیوالې ټولنې اندېښنې یې ورسره شریکې کړې دي.

نوموړې پر افغان حکومت یو ځل بیا غږ کړی چې د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي او پرېږدي چې دوی کار او زده کړو ته ادامه ورکړي. 

دې  تر هغه وروسته دا اندېښنې له افغان لوري سره شریکې کړې چې کابل ته یې تر راتګ څو ورځې وړاندې له غربي هېوادونو سره افغانستان کې د زده کړو په تېره د نجونو د زده کړو پر وضعیت خبرې کړې وې.

دغو هېوادونو ټینګار کړی و، چې باید ښوونځي پرانیستل شي او دا یې هم ویلي وو، چې له دې وروسته یې له افغانستان سره هر ډول مرستې د نوي حکومت په چلند پورې تړلې دي.