متقي: له کډوالو سره ناسم چلند د ایران او افغانستان په اړیکو منفي اغیز کوي

کابل(روهي): د بهرنیو چارو سرپرست وایي چې ایران کې له افغان کډوالو سره ناسم چلند د دواړو هېوادونو په اړیکو او عام ذهنیت منفي اغیز کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال ضیا احمد تکل رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې نن د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره  د ایران سفیر ښاغلي بهادر امینیان وکتل.

دی وایي:"د بهرنیو چارو وزیر په ایران کې د افغان مهاجرینو سره د شوي چلند په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې ایران کي خپلو مشرانو ته دا پیغام ورسوي تر څو خپلو امنیتي او اړوندو ادارو ته له افغان مهاجرینو سره په سرحدي سیمو او ښارونو کې د ناسمو کړنو د مخنیوي په اړه لازمې لارښوونې وکړې."

سرچینې د متقي له قوله لیکلي چې په ایران کې د افغان مهاجرینو سره ناسم چلند د دواړ هیوادونو په اړیکو او عام ذهنیت منفي اغیز کوي او د دواړو هیوادونو دښمنانو ته د تخریب او اختلاف اچولو فرصت ور کوي.

هغه زیاته کړه چې د افغان مهاجرینو له نوم څخه په استفاده هیڅ مجرم د ټولو د فکر، نیت او عمل نمایندګي نکوي.

د ایران سفیر د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د اندېښنو په اړه وویل:" کله چې د امام علی رضا په مقدس حرم کې د چاقو په مټ دوه روحانیون او یو خادم زخمي او ووژل شول له هغې وروسته ځینو مغرضو کړیو د یوې پلان شوې دسیسې له مخې په مطبوعاتو کې د دواړو دوستو او ګاونډیو هیوادونو د ولسونو تر منځ د کرکې او بدبینۍ د رامنځته کولو په هدف منفي تبلیغات پیل کړل.

سرچینه زیاتوي، بهادر امینیان په ایران کې افغان مهاجرین خپل مېلمانه وبلل او وې ویل چې له ۴۳ کالو را وروسته په ایران کې د افغان مهاجرینو سلوک ثابته کړې چې د ایراني ولس سره مینه او دوستانه تعامل لري.

د هغه په وینا، حکومت یې له افغان مهاجرینو سره د بد چلند نیت نه لري او تل هڅه کوي د دواړو هیوادونو اړېکې سره نږدې او باورمندې کړل شي، او زه به ستاسي پیغام خپلو مشرانو او حکومت ته ورسوم.