له لیاقت علي خان تر عمران خان؛ هېڅ لومړي وزير يې د واک موده نه ده پوره کړې 

پاکستان  ۱۹۴۷ز کال کې له هندوستان بېل شوی دی. له هندوستان څخه له بېلېدو بيا تر نن ورځې پورې دغه هېواد کې ۲۲ لومړي وزيران تېر شوي دي. د پاکستان لومړی صدراعظم يا لومړی وزير لیاقت علي خان وو. هغه له ۱۹۴۷ تر ۱۹۵۱ کال پورې د پاکستان لومړی وزير وو؛ همدا نن د پاکستان د لومړي وزير ځوکۍ خالي ده او د دغه  هېواد وروستی لومړی وزير عمران خان وو، چې تېره شپه له واک لېرې کړی شو. د پاکستان د اساسي قانون اړوند يو کس د پنځو  کالونو لپاره  د لومړي وزير په توګه ټاکل کېږي. د پاکستان په ټول تېر تاريخ او ۲۲ لومړي وزيرانو کې تر اوسه يو هم په دې نه دی بریالی شوی، چې د اساسي قانون اړوند خپله پنځه کلنه ټاکنيزه کاري دوره بشپړه کړې. له لیاقت علي خان بيا تر عمران  خان، د پاکستان  لومړي وزيران يا وژل شوي، کودتاوې پرې شوې، استعفا ته اړ شوي، سترې محکمې بې واکه کړي او يا هم  د پارلمان له خوا ترې د باور رايه اخېستل شوې ده. 

د پاکستان په ۷۵ کالونو عمر کې ۲۵ لومړي وزيران تېر شوي دي. د يو لومړي وزير ټاکنيزه موده پنځه کاله ده او د پاکستان غوندي هېواد ته په کار وه چې  دومره وخت کې يې  يوازې ۱۵ لومړي وزيران درلودلي وای. دا چې پاکستان کې هېڅ لومړي وزير کاري موده نه ده بشپړه کړې، نو ځيني لومړي وزيران د دوه، درېيو او څلور مياشتو او يا  د يو او دوه کالونو لپاره واک کې پاتې شوي دي. پاکستان کې هېڅکله يو لومړي وزير په منظم ډول سره واک د ټاکنو له لارې بل لومړي وزير  ته نه دی سپارلی؛ بلکې له وخت وړاندې  يې مودې سره بشپړې او سياسي ګډوډي رامنځ ته شي. 

که څه په تېرو ۷۵ کالونو کې پاکستان کې سياسي کړکيچ او  سياسي ګډوډۍ ډېرې رامنځته شوې دي، خو  د دغه سياسي بې ثباتۍ په پايله کې يوازې حکومتونه تغير شوي دي.  دې موده کې د پاکستان  په رژيم يا نظام او دولت کې هېڅ تغير نه دی راغلی. له بلې، خو افغانستان کې بيا په تېرو ۴۳ کالونو کې هم حکومتونه تغير شوي دي  او هم ور سره  نظامونه له منځه تللي دي. 

د نظام په ړنګېدو سره يو هېواد لسيزې - لسيزې شاته  تګ کوي او د پاکستان په پرتله د افغانستان د وروسته والي يو لامل هم افغانستان کې د حکومتونو د تغير او چاپه کېدو پر ځای د نظامونو تغير او چيه کېدل وو. د محمد ظاهر شاه  له پاچاهۍ وروسته، افغانستان کې شپږ ځله نظامونه يا رژيم بدل شوی دی او د نظامونو دغه تغير او چيه کېدو افغانستان د خپلو ګاونډيو په پرتله لسيزې لسيزې له پر مختګ او سيالۍ شاته غورځولی دی.