م.م: افغانستان کې په بیړنۍ توګه د نجونو ښوونځي پرانیستل شي

کابل(روهي):افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لاینز پر رسنیو د لګېدلو محدودیتونو اندېښنه ښيي او وايي چې د نجونو ښوونځیو پرانیستو لپاره دې بیړنۍ اقدام وشي.

هغه دغه څرګندونې تېره ورځ د اطلاعاتو کلتور وزارت له سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه سره په لیدنه کې کړې دي.

ملګرو ملتونو پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې هغې په دې لیدنه کې د نجونو ښوونځیو د خلاصون لپاره د بیړني اقدام غوښتنه کړې ده.

سرچینې زیاته کړې چې، لاینز د رسنیو پر وروستي حالت او محدودیتونو هم اندېښنه څرګنده شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې ۱۴۰۱ تعلیمي کال د روانې وري میاشتې په درېیمه پیل شوی خو یوازې د له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تر دوېیم امر پورې ځنډېدلي دي.

دغې پرېکړې په کور دننه او بهر سخت غبرګونونه راپارولي، د امریکا متحده ایالانو افغانستان کې د اقتصادي ستونزو حل په موخه په قطر کې روانې خبرې وځنډولې او نړیوال بانک د ۶۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د څلورو پروژو تمویل ودراوه.