عمران خان: پاکستان او پاکستانيان

پاکستان کې د روان سياسي کړکېچ په جريان له واک ښکته شوی لومړی وزير عمران خان د اپوزیسیون مشران تورن وي چې د "وارد شوي حکومت" د نصبولو په لټه کې دي؛ دی خبرداری  ورکوي چې پاکستانيان به وارداتي حکومت جوړولو ته غاړه نه ور نه کړي. نوموړي زياته کړې، "زه به یو وارد شوی حکومت ونه منم، او زه به په کلکه د هغې په وړاندې پاڅون او مبارزه وکړم."

عمران خان پاکستان کې د سياسي ګډوډۍ تر شا د بهرنیانو او په ځانګړي ډول د امريکا متحدو ايالتو  لاس بولي او ادعا کوي  چې شواهد لري چې د متحده ایالاتو یوه لوړ پوړي چارواکي واشنګټن کې د اسلام آباد سفیر ته ویلي چې د خان په نشتوالي کې به له پاکستان سره اړیکې ښه شي. عمران خان وړاندې زياتوي، "دا د پاکستان لپاره يو ستر او  ډیر جدي ګواښ دی چې یو بهرنی هیواد غواړي د یوې دسیسې له لارې د پاکستان حکومت نسکور کړي او نوی حکومت ورته را وارد کړي."

د عمران خان په مشرۍ، پاکستان له يوې خوا له اقتصادي کړکيچ سره مخ شوی او له بلې خوا يې امريکا سره اړيکې خرابې شوې دي. د پاکستان پر وړاندې د امريکا غوسه هغه ډېره شوه، چې پر اوکراين د روسيې د بريد په ورځو کې عمران خان روسيې ته سفر وکړ او پر اوکراين يې د روسيې د بريد ننګه وکړه. له دغه دوه لاملونو وراېخوا وروستيو کې د پاکستان د لېرې کول شوي لومړي وزير عمران خان او د پاکستان د پوځ ترمنځ اړيکې هم ترېنګلې شوې وې چې پايله يې د عمران خان حکومت ړنګېدل شول. 

د پاکستان د سترې محکمې د پرېکړې پر بنسټ د عمران خان او د پاکستان د ولسمشر عارف علوي له خوا لغوه شوی پارلمارن بېرته فعال، د باور او نه باور رايې حق ورکړل شو او پارلمان په رايه اچونه کې عمران خان ته دنه باور رايه ورکړه او دې سره يې نوموړی له واک لېرې کړ. عمران  خان د محکمې په دې پریکړه خواشیني څرګنده کړه او ټېنګار کوي چې  د نوموړي پر وړاندې د سترې محکمې پرېکړه بي انصافي ده.  

هغه ويلي: "زه د سترې محکمې له پریکړې مایوسه شوی یم ... دغه پرېکړې خواشینی کړی يم، خو دا چې د سترې محکمې پرېکړه ده زه يې منم." عمران خان زیاته کړې، چې هغه هیله درلوده چې محکمه به د مداخلې ادعاوې په ډیر دقت سره وڅیړي.

پاکستان چې له وړاندې اقتصادي بحران کې وو، د سياسي کړکېچ په زياتېدو سره يې اقتصاد نور هم ضربه ولېده. د لومړي ځل لپاره د پاکستانۍ کلدارې بيه د امريکايي ډالر پر وړاندې ۱۸۵ ته را ښکته شوه.