د روسيې او امريکا ترمنځ د مخامخ جګړې شونتيا شته او لا ډېريږي 

واشنګټن کې د مسکو سفیر خبرداری ورکوي، چې د روسيې او امريکا متحدو ايالتو ترمنځ د مخامخ وسله والې او فزيکې جګړې شونتيا شته. واشنګټن لپاره د روسيې سفير اناتولي انتونوف ويلي دي، چې امريکا او لوېديځ هېوادونو اوکراين ته وسلې او پيسې لېږې؛ دې سره د جګړې شدت ډېروي چې پايله به يې د امريکا او روسيې ترمنځ مخامخ جګړه وي. 

اناتولي انتونوف رسنيو ته ويلي دي، چې له هغې ورځې روسيې پر اوکراين بريد کړی له هماغه ورځې د ناټو غړي هېوادونه د اوکراين مستقيم  ملاتړ کوي. نوموړي ويلي دي، چې لوېديځ هېوادونه اوکراين ته وسلې  ورکوي او دغه جګړه کې يې  په مستقيم ډول ځان دننه کړی دی. روسي سفير ويلي دي چې د ناټو نيغ په نيغه مداخله سبب شوې ده، چې جګړه اوږده او وضعيت لا  کړکېچن شي. 

سفير ويلي دي چې د اوکراين جګړه کې د امريکا او ناټو لاسوهنې څرګندې او ټولو ته ښکاره دي. نوموړي ويلي دي چې د اوکراين  چارواکي  هم په  ښکاره له ناټو د مرستو، پيسو او وسلو غوښتنې کوي او په حقيقت کې اوکراين کې د روسيې پر وړاندې ناټو  او امريکا مخې ته راغلي دي، چې دا جګړه به  له اوکراين وراېخوا د ناټو او د امريکا او روسيې ترمنځ په مخامخ فزيکي ډول سره پيل شي. 

واشنګټن کې د روسيې سفير دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې ناټو او امريکا  پر اوکراين د روسيې بريد غندي خو په څرګنده وايي چې نه غواړي د اوکراين پر سر روسيې سره مخامخ جګړه کې ګېر شي او همدا لامل دی، چې  د ناټو غړي هېوادونه او امريکا به اوکراين ته پوځيان ونه لېږي. 

تر يو بريده د ناټو دا ژمنه چې اوکراين ته د مخامخ جګړې لپاره پوځيان  نه لېږي پر ځای ده، خو د ناټو او  امريکا  له خوا د اوکراين مالي او وسله وال حمايت؛ د اوکراين د ملاتړ په پار پر روسيې سخت اقتصادي بنديزونه؛ له ډپلماټيکو لارو او نړيوالو سازمانونو په وسيله پر روسيې فشارونه او د رسنيو په برخه کې د روسيې پر وړاندې د لوېديځ تبليغات هغه څه دي، چې په حقيقت يې د روسيې پر وړاندې د ناټو او امريکا  سړه په ګوته کوي. 

د پوځي شنونکو په اند دا چې اوکراين کې له روسيې جګړه اوږده شوه، لامل يې د ناټو او امريکا لاسوهنې دي او که  هر کله چې روسيه د اوکراين  جګړې  له خنډونو سره مخيږي نو په اخير کې مجبوريږي چې د ناټو او امريکا پر وړاندې د مخامخ جګړې اعلان وکړي.