خوست کې د ناټو په بمبارۍ کې د يو قوماندان په شمول دوه تنه وژل شوي

 په خوست ولايت كې ناټوځواكونه وايي چې د دغه ولايت د صبري ولسوالۍ کې يې په دوو موټر سايکلونوهوايې بريد كړى او په لړ كې يې د طوفان په نوم د حقاني د ډلې يو مشهور قوماندان په ګډون دوتنه وژل شوي او جسدونه يې د بريد په ځاى کې ګډو ځواکونو ته په لاس وراغلي دي.
د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم په دې پېښه كې د خپلو دوو ملګرو وژل کېدل منلي دي.
دغه پېښه د پنجشنبې په شپه د خوست ولايت د صبري ولسوالۍ اړوند د نورۍ په کلي کې شوې، په خوست کې د ناټو ځواکونو مبطوعاتي وايې چې په دوى په ياده سيمه كې پر دوو موټرسايكل سپارو هوايي بريدكړى او دواړه يې ځاى پرځاى وژلي دي، خبر ځاى زياتوي چې په دغوكسانوكې يو يې د وسلوالو طالبانو د حقاني د ډلې مشهور قوماندان دى چې د توپان په نوم پيژندل شوى دى او بل هم د هغه ملګرى دى.  په خوست کې د پوليسو يوچارواكى ډګروال وزيربادشاه پېښه تايدوي اووايي چې له يادو کسانو په سيمه کې دوې تومانچې هم ترلاسه شوي.   د وسلوالو طالبانويوتن وياند ذبيح الله مجاهد هم مني چې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې  د دوى دوه ملګري وژل شوي دي.
ديادولو ده چې په جنوب ختيځ زون کې د ژمي د ساړې هوا په رارسيدو او د ګډو ځواکونو لخوا د تصفيوي عملياتو وروسته په امنيتي پېښو کې د پام وړ کموالى راغلى.