اقتصادي کمېسیون: هېواد کې د دو کانونو تړونونه کېږي

کابل (روهي): د حکومت اقتصادي کمېسیون کانونو وزارت ته هرات کې د اوسپنې کان او غور کې د سرپو کان د تړون کولو اجازه ورکړه.

د ریاست‌الوزراء د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون پرېکړه کړې چې د کانونو او پټرولیم وزارت دې د هرات په غوریانو ولسوالۍ د اوسپنې کان او بل د غور په تولک ولسوالۍ کې د سرپو کان تړونونه وکړي.

د یاد کمېسیون خبرپاڼې له مخې، اقتصادي کمېسیون د تولیدي فابریکو او شرکتونو د کاري ستونزو د خنډ او ځنډ په موخه اړوندو وزارتونو او ادارو ته جدي سپارښتنه وکړه، څو د یادو فابریکو او شرکتونو ستونزې په وخت او پرته له کوم ځنډ حل کړي. 

دغه راز اقتصادي کمېسیون په کور دننه د مالګې د تولید په برخه کې شته ستونزو او د خلکو اړتیا ته په کتو، د کانونو او پترولیم وزارت ته لارښوونه وکړه، څو د مالګې کانونه د مالګې د تولید او تصفیې په موخه کورنیو شرکتونو ته په قرارداد ورکړي.