کرزی: د نجونو ښوونځي دې پرانیستل شي

کابل (روهي): پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي چې سرپرست حکومت دې هېواد کې د علماوو او هیوادوالو غوښتنو له مخې د د نجونو ښوونځي پرانیزي.

ده په خپل فسبوکپاڼه لیکلي چې کابل کې د ښځینه او نارینه دیني علماوو په ګډون د ”افغان دیني علماوو ملي ډیالوگ“ تر عنوان لاندې غونډه، چې پکې د نجونو د ښوونځیو د بیا پیل ستر ږغ وشو- هرکلی کوي.

هغه د دغو علماوو غوښتنه د افغانستان د خلکو غوښتنه ګڼي.
کرزي پر سرپرست حکومت ږغ وکړ چې د دې غونډې د علماوو او هیوادوالو غوښتنې ته احترام وکړي او سملاسي په ټول هېواد کې د نجونو ښوونځي پرانیزي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۱ تعلیمي کال د روانې وري میاشتې په دریمه پیل شوی خو یوازې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تر دوېیم امر پورې ځنډول شوې دي.

دغې پرېکړې په کور دننه او بهر کې سخت غبرګونونه رابارولي، د امریکا متحده ایالاتونو په دوحه کې د افغانستان د اقتصادي ستونزو حل لپاره خبرې لغوه کړې او نړیوال بانک د ۶۰۰ میلیونو په ارزښت د څلورو پروژو تمویل ودراوه.