ستاسې پر ژبه دغه څلور نښې، څلور ډوله ناروغۍ درته ښيي 

ژبه د انسان د هاضمي سېسټم مهم او ارزښت لرونکی غړی دی. ژبه هاضمې سېسټم کې پر دندې سربيره، د خبرو اصلي او اساسي غړی هم دی. ژبه تاسې سره دا همکاري هم کولی شي چې د ځينو ناروغيو نښې - نښانې درته په ګوته کړي. 

۱- د شکر ناروغي 
انګلېسي کې ورته thrush وايي؛ thrush  د ژبې پر سطحه د يوې سپينې رنګې مادې پيدا کېدل دي. هر کله چې د شکر ناروغۍ له امله خوله وچه شي او يا هم د شکر ناروغۍ  له امله  د انسان د وجود دفاعي سېسټم کمزوری شي، نو د ژبې پر سطحه سپينه رنګه قشر را پيدا کيږي. نو د خولې دغه وچېدل او د ژبې پر سره سپين پشم پيدا کېدل  د شکر ناروغۍ نښه ده. 

۲- ايډز او HIV
ايډز او HIV ناروغيو کې هم د انسان  د وجود دفاعي سېسټم کمزوری کېږي. څه ډول چې لوړ شکر کې انسولين پر دفاعي سېستم بريد کوي او هغه خپل نارمل فعاليت ته يې نه پرېږدي، همدا ډول په ايډز او HIV کې د انسان د وجود دفاعي سېستم کمزوری کېږي.  د وجود دفاعي سېسټم کمزورتيا پر ژبه د شکر په څېر سپينه ماده را پيدا کوي. 

۳- د ويټامين کمښت 
ګلابي - سور رنګ د ژبې خپل او روغتيايي رنګ دی. کله چې وګورئ د ژبې دغه رنګ سپين  او تښتېدلی سور شي، نو وجود کې د ويټامين کمښت ښيي. د ژبې رنګ هغه وخت سپينيږي او سوروالی يې کميږي، چې ستاسې وجود دبي ۱۲ وېټامين له کمښت سره مخ شي. مهمه دا ده چې د بېلا بېلو خوراکونو او څښاکونو له امله د ژبې رنګ سور، سپين، ژیړ او ځيني وخت توريږي، چې دا مسله د لنډ وخت لپاره وي او وروسته له منځه ځي. 

۴- سرطان 
ځيني وخت داسې هم وي، چې پر ژبه يا د خولې په بلې هرې برخه کې ټپونه او دانې پيدا کيږي. دا دانې ټپونه يا په خپله د سرطان ناروغۍ نښې  دي او بيا که د يو ډېر وخت لپاره پرته درملنې دغه ټپونه پاتې شي نو بيا د سرطان لامل کېږي.