ولسمشر پوتين او ټوېټر حساب يې؛  ټوېټر د ولسمشر پوتين پر اکونټ څه کړي؟ 

ټوېټر کمپنۍ اعلان کړی، چې د روسيې د ولسمشر ولادمير پوتين په شمول يې د درې سوه روسي چارواکو د ټوېټر حسابونه محدود کړي او ځيني بنديزونه يې پرې لګولي دي. 

د يادې ادارې د مسوولو کسانو د مالوماتو پر اساس، محدود او بنديز شوي حسابونو کې مالومات به د ټوېټر پر مخ  يا timelines نه ښکاري، د دغه اکونټونو د خپره شوي مالومات په اړه به چاته خبرتيا پا notifications  او همدا ډول مالومات به یې  تر کمو کسانو رسيږي. 

ټوېټر د دغه اقدام  د تر سره کولو په اړړه ويلي دي، چې دوی به د هر هغه هیواد په وړاندې اقدام وکړي چې "پرانستي انټرنیټ ته لاسرسی په دې پار محدودوي چې دوی په وسله واله جګړه کې ښکیل وي او غواړي  خلک له عامه مالوماتو لېرې وساتي او خپلې برياوې شونې کړي."

اوس مهال ولسمشر پوتین په ټولنیزو رسنیو کې دوه رسمي حسابونه لري: یو په روسی او بل په انګلیسي ژبه. نوموړی پر دغه دوه ټوېټري حسابونو  ۳.۶ او ۱.۷ ملیونه څارونکي لري. ټوېتر ويلي دي چې تر اوسه يې روسيه کې خپل فعاليت نه دی بند کړی خو د چارواکو يو شمېر حسابونو يې محدود کړي دي. 

ټوېټر او فېسبوک چې د امريکا  متحدو ايالتو دولت مستقيم اغېز پرې شتون لري او مورنی هېواد يې امريکا دی، نړۍ کې د هغه ډلو، سياسيونو او حکومتونو پر وړاندې اقدام کوي چې د امريکا سياستونو خلاف کړنې کوي.