پاکستان یوې محکمې حافظ سعید په ۳۱ کاله بند محکوم کړ

د پاکستان یوې محکمې د لشکر طیبیه نظامي څانګې بنسټګر حافظ سعید د ترهګرو مالي ملاتړ په تور په ۳۱ کاله بند محکوم کړ.

دی په ۲۰۱۹ په پاکستان کې ونیول شو او هغه  مهال په ۱۵ کاله بند محکوم شو.
حافظ سعید د امریکا متحده ایالانونو له لوري د ترهګر په توګه پېژندل شوی او د هغه د نیولو په اړه د اطلاعاتو شریکو په موخه لس میلیون ډالره جایزه هم اعلان کړې وه.

هغه په ۲۰۰۸ میلادي کال د هندوستان په ممبۍ کې د یوه برید له امله - چې ۱۶۶ کسان په کې مړه شول- د ترهګرو په ملاتړ تورن شو.