اکراین کې یوه توغندي ۱۲۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

کابل (روهي) اوکرایني چارواکي وايي چې دوه روسي توغندي د ریل ګاډي په یو تم ځای کې لګیدلي چې له امله یې ۳۹ تنه وژل شوي او ۸۷ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي:"د جګړې په میدان کې زمونږ په وړاندې د دریدلو د توان او جرات لرلو د نشتون په صورت کې هغوی په قصدي ډول ملکي وګړي له منځه وړي"

د آر آی ای خبري اژانس د روسیې د دفاع وزارت له قوله لیکلي، هغه میزایل چې پدغه تم ځای لګیدلي یواځې د اوکراین د پوځ له لورې استعمالیږي.

ددې ښار ښاروال اولکساندر هونچارنکو بیا ویلي چې د برید په وخت شاوخوا ۴۰۰۰ کسان د ریل پدغه تم ځای کې موجود وو.