سعودي: سږ کال یو میلیون کسانو ته د حج کولو اجازه ورکوي

سعودي عربستان اعلان کړی چې سږ کال یو ملیون کسانو ته چې سعودي میشتي او بهر میشتي پکې شامل دي، د حج کولو اجازه ورکوي.

د دغه هېواد د حج وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې سږ کال د حاجیانو لپاره د نورو کلونو په پرتله ځينې شرایط ټاکل شوي دي.

سرچینې لیکلي، په سږنیو مراسمو کې یوازې هغو کسانو ته اجازه ورکول کیږي چې د کرونا ضد واکسین یې کړی وي او عمر یې د ۶۵ کالونو څخه کم وي.

په ۲۰۱۹ کال کې د کرونا د وبا د خپریدو نه مخکې سعودي عربستان ته ۲.۵ ملیونه کسان د نړۍ د ګوډ ګوډ څخه د حج کولو لپاره ورغلي و خو په ۲۰۲۰ کال کې حکومت یوازې ۱۰۰۰ کسانو ته د حج کولو اجازه ورکړله چې ټول یې په سعودي عربستان کې میشت و.