کابل کې د يوه دوکاندار د قتل په تور دوه کسان نیول شوي

کابل (روهي): امنيتي ځواکونو د کابل ښار څلورمې حوزې اړوند د پروان سه په سيمه کې دوه وسله وال د يوه دوکاندار د قتل او غلا په تور نيولي دي.

د کابل امنيې قوماندانۍ د څلورمې امنيتي حوزې مشر وايي چې تېره شپه شاوخوا اته نیمې بجې دوو وسله والو غلو د پروان سه په سيمه کې د حاجي احمدضيا په نوم يو دوکاندار وژلى دى.

نوموړی زياتوي: "په سيمه کې زموږ ګزمه موجوده وه، ګزمه رارسېدلې وه او مسلح غله يې له تومانچې، موبايلونو او شهيد سره نيولي او حوزې ته یې راوستي دي."

په دې اړه د کابل امنيې قوماندانۍ يوه ويډيو هم خپره کړې ده.