کابل (روهي): کابينې د عامې روغتيا او کرنې وزارتونو، د نورم او سټنډرډ او د درملو او خوړو ادارو ته دنده سپارلې چې هېواد ته د بې کيفيته خوراکي، کرنيزو، درملو او نورو بې کيفيته توکو د واردېدو مخه ونيسي.
د چارو ادارې لوی ریاست پر خپل ټوېټر ليکلي چې د کابينې په پرېکړه کې راغلي: "د عامې روغتيا او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو، د نورم او سټنډرډ ملي ادارې او درملو او غذا ادارې ته دنده سپارل کيږي چې هېواد ته د بې کيفيته خوراکي، کرنيزو توکو، درملو او نورو بې کيفيته توکو له واردېدو څخه په کلکه مخنيوي وکړي."
سرچينه ليکي، له يادو وزارتونو او ادارو غوښتل شوي چې اړوند ارګانونه دې په دې برخه کې اړينه همغږي رامنځته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو کې هېواد ته د نورو بې کيفيته توکو ترڅنګ بې کيفيته درمل هم راواردېږي.
وروستي