يوناما: د نجونو ښوونځي تړل منفې اغېزې رامنځته کوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یوناما وايي، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو بندېدل به اوږدمهاله او پراخې منفي اغېزې ولري.

 د ياد دفتر مرستیالې مته نوډسن د اروپا او نړیوالو چارو په انسټیټیوټ کې په یو انلاین غونډې کې ویلي چې د ښوونځیو ته له شپږم ټولګي پورته د نجونو نه پرېښودل تبعیضي پرېکړه ده.

هغې ويلي چې له تبعیضه د دې ډکې پرېکړې اغېزې به د افغانو په راتلونکو نسلونو اوږدمهاله او پراخې وي، همداراز به د لوږې پر پراختیا بې‌اغېزې نه‌وي.

نوموړې ادعا کړې چې لویې پرېکړې د طالبانو په سرپرسته کابینه کې نه، بل ځای د دوی له لوري نیول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې نږدې ۲۰۰ ورځې شوې چې سرپرست حکومت له شپږم ټولګي د پورته نجونو ښوونځي تړلي دي.

افغانستان د نړۍ پر سر هغه یوازنی هېواد افغانستان دی چې نه ‌پرېږدي نجونې ښوونځيو ته ولاړې شي.