کابل (روهي): د راپورونو له مخې، د برېټانیا حکومت د ویزو په برخه کې د افغانانو پر ځای اوکراینيانو ته لومړیتوب ورکړی دی.

د بي ‌بي ‌سي موندنې ښيي، د برېټانیې حکومت دې چارې هغو افغان کډوالو ته هم د ویزې چارې ځنډنۍ کړي چې افغانستان کې یې د طالبانو بیا واکمنېدو سره ژوند له خطر سره مخامخ دی.

راپور ليکي، له هغه وخت راهیسې چې روسیې پر اوکراین برید وکړ، برېټانیا خپل ډېر پام اوکراین ته واړوه چې په پایله کې د افغانانو د ویزو بهیر ځنډنی شو.

په راپور کې راغلي چې د برېټانیا د کورنیو چارو وزارت اوکرایني وګړو ته د ویزې ورکړه لومړیتوب ګڼلی او په دې سره د نورو هېوادونو د وګړو د ویزې بهیر کې ځنډ راغلی.

د مالوماتو له مخې، د برېټانیې حکومت د اوکراین د جګړې له پیل راهیسې ۲۹۱۰۰ اوکرایني وګړو ته ویزې ورکړي دي.

دغه راز د راپورونو له مخې، که څه هم برېټانیا د تېر ۲۰۲۱ کال اګسټ میاشتې وروسته په زرګونه افغانان له دې هېواد ایستلي، خو د مرستندویه بنسټونو د مالوماتو له مخې، لا هم لسګونه زره داسې کسان شته چې له بهرنیو بنسټونو سره د کار له امله له خطر سره مخامخ دي او لا هم افغانستان کې پاتې دي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د برېټانیا لومړی وزیر بورېس جانس په دې تورن شوی و، چې له افغانستان څخه یې د خپلو محلي همکارانو پر ځای سپیان انتقال کړي وو.