امريکا: ښايي د اوکراين جګړه دوام پيدا کړي

د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ ویلي ويلي له وضعیت داسې ښکاري چې د اوکراین جګړه به ژر ختمه نه شي.

دغه راز په ورته وخت کې امریکا د نوو ځيرکو بمونو د کارولو لارې چارې اوکرایني پوځ ته ورښيي.

همدا راز امریکا په تازه اقدام کې د پوتین د لورانو په ګډون پر ګڼو روسي چارواکو نوي بندیزونه وضع کړي دي.

 ورسره جوخت د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زلنسکي بیا په یوه ویډیويي پیغام کې دا بندیزونه کافي نه بولي او له نړۍ د روسیې پر وړاندې د ستر او قاطع ګام د پورته کولو غوښتنه کوي

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراين له اروپايي هېوادونو د امنيتي مرستې غوښتنه هم کړې ده.