له اګست وروسته افغانستان کې هوايي بريد نه دی شوی

کابل(روهي): د راپورنو له مخې، د ۲۰۲۱ کال په اګست مياشت کې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته هېڅ هوایي برید نه دی شوی. 

ملټري ټایمز ورځپاڼې ليکلي چې افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور پر مهال هر کال زرګونه هوایي بریدونه کېدل خو د دوی تر وتلو وروسته شاوخوا اووه میاشتې کېږي چې هېڅ ډول هوايي برید نه دی ترسره شوی.

سرچینې ويلي چې د امریکا د دفاع وزارت چارواکو هم په وروستیو څرګندونو کې دا تایید کړې ده چې په افغانستان کې یې کوم برید نه دی ترسره کړی. 

ياده ورځپاڼه دغه راز وايي چې امریکايي ځواکونه اړ شوي څو هر څو ساعته وروسته د ډرون الوتکو پر مټ له لرې ځایونو افغانستان وڅاري.

ورځپاڼه زياتوي چې امریکا د خپلې نظامي ټکنالوژۍ د پياوړتیا خبره کوي او وایي دوی کولی شي د پرمختللې ټکنالوژۍ په مرسته خطرونه تعقیب کړي.