کابل(روهي):  د ریاست‌الوزراء د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون بهرنیو چارو وزارت ته دنده وسپارله څو د کابل هوايي ډګر د چارو د تنظیم او قرارداد اخیستو په موخه د قطر د بهرنیو چارو وزارت ته ټاکلی وخت ورکړي. 

د کابل هوايي ډګر چې له څه باندې شپږو میاشتو راپدېخوا د قطر د هوايي شرکتونو لخوا یې چارې پر مخ وړل کېږي، خو په رسمي ډول یې تر اوسه د یاد هوايي ډګر د چارو د تنظیم، هوايي حریم د کنټرول او ترمیم رسمي قرارداد نه دی اخیستی. 

له دې وړاندې د ترکیې او قطر د بهرنیو چارو وزارتونو ویلي و چې دوی غواړي په ګډه د یو توافق له مخې د کابل هوايي ډګر مسوولیت پر غاړه واخلي. 

همدارنګع اقتصادي کمېسیون د برادر اخوند په مشرۍ  افغانستان ته د بهرنیو پانګوالو د راتلو پر مهال د عاجلې ویزې د ورکړې او په کابل هوايي ډګر کې ورته د اسانتیاوو برابرولو په موخه بهرنیو چارو، کورنیو چارو، سوداګرۍ او صنعت وزارتونو او استخباراتو لوی ریاست ته دنده وسپارله، څو د یادو خدماتو د وړاندې کولو لپاره یو ځانګړی ګډ ډېسک رامنځته کړي. 

سرچینې لیکلي:" ډېری بهرني پانګوال چې غواړي افغانستان کې پانګونه وکړي، وايي چې افغانستان ته د راتلو پر مهال ورته په هغو هیوادونو کې چې د افغانستان سفارتونه او کونسلګرۍ د اسلامي امارت رسمي او منل شوی ډيپلومات حضور نه لري، دوی ته بېلابېلې ستونزې جوړېږي او نشي کولی په اسانه ډول افغانستان ته راشي." 

دغه راز د اقتصادي کمېسیون په یاده نوبتي غونډه کې تر مفصلو بحثونو وروسته د سوداګرۍ او صنعت وزارت په رهبرۍ یوه پلاوي ته دنده وسپارل شوه، څو په افغانستان کې د غنمو او اوړو د کمېدو او له امله یې د لوړو قېمتونو د کنټرول په موخه روسیې ته سفر وکړي.