ملګري ملتونه: حکومت دې پر رسنیو محدویتونه ختم کړي 

کابل (روهي) د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما وايي چې د افغانستان سرپرست حکومت دې پر رسنيو لګېدلي سخت محدویتونه ختم کړي او خبریالانو سره دې د تاوتریخوالي او ګواښونو مخه ونیسي.
ملګرو ملتونو تېره ورځ د يو شمېر رسنيو مشرانو سره په ليدنه کې د افغانستان له رسنیو او خبریالانو څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
په کابل کې د یوناما دفتر پرون پخپل ټویټر پاڼه لیکلي چې پرون يې د دفتر مرستیال میټي نوډسن د افغانستان د یو شمیر رسنیو له مسوولینو سره ولیدل.
سرچینې ويلي چې یوناما له ستونزو سره مخامخ افغان رسنیو او خبریالانو کلک ملاتړ کوي.
ملګرو ملتونو دا غوښتنې په داسې حال کې کړي چې يو شمېر خبریالان نیول شوي او بيا خوشي شوي او یو شمیر یې وهل ټکول شوي هم دي.