د نړۍ له هېوادونو سره بلد شئ؛ ۲۱- ارمنستان، له ۹ مېليونه وګړو يې ۶ ميليونه ګډوال دي 

انګلېسي نوم يې Armenia ليکل کېږي. ارمنستان وچه کې ګېر اسيايي هېواد دی؛ ګرجستان، ترکيې، آزربایجان او ايران سره ګډې پولې لري. ارمنستان ډېر اوږد  تاریخ لري چې د برونزو دورې ته رسيږي او د پخوانيو تمدنونو ښکارندوي کوي. د ایران، چین، یونان، مصر او جاپان ترڅنګ ارمنستان د هغو ۶ لرغونو هېوادونو په ډله کې دی چې له زرګونو کلونو راهیسې ژوندی پاتې شوی دی.

د ارمنستان وګړي او پراخوالی يې 
د پراخوالي پر بنسټ ارمنستان کوچنی هېواد دی. پرخوالی يې ۳۰زره کيلو متره مربع ته رسیږي. د پراخوالي پر بنسټ دغه هېواد نړۍ کې ۱۳۸ هېواد کېږي. ارمنستان شااوخوا نهه مېليونه وګړي لري خو په اړه يې جالبه خبره دا ده، چې اکثريت يې وګړي له ارمنستان بهر؛ روسيه، امريکا او فرانسې کې مېشت دي. د نهه مېليونه وګړو يې درې مېليونه ارمنستان کې اوسي او شااوخوا تر شپږ مېليونه وګړي يې نورو هېوادونو کې اوسيږي او د هغه هېوادونو تابيعتونه يې اخېستې دي. د دغه هېواد اکثريت وګړي عيسويان دي. دغه هېواد نړۍ کې د هغه هېوادونو په ډله کې دی، چې وګړي يو قوم او نژاد لري. ارمنستان نړۍ کې هغه لومړی هېواد وو، چې عيسويت يې د دولت د رسمي په ډول ومنلو. همدا ډول د نړۍ لومړۍ کليسا يا د عيسويانو عبادت ځای هم ارمنستان کې جوړ شوی دی. 

حکومت او سياست يې 
د ارمنستان د حکومت ډول  پارلماني دیموکراتیک جمهوریت دی. د دغه هېواد د اوسني اساسي قانون اړوند ارمنستان ولسمشر او لومړی وزير  لري. ولسمشر يې  د دولت او لومړی وزير يې د حکومت مشري کوي. له ۱۹۹۲ز کال راهيسې دغه هېواد د ملګرو ملتونو غړی  هېواد دی. ارمنستان له ترکيې او آزربایجان سره کړکېچنې اړيکې لري او له نورو ګاونډ هېوادونو سره  يې هم  اړيکې له تاوتريخوالي ډکې دي. د سړې جګړې تر  پای پورې ارمنستان د شوروي يووالي غړی  هېواد وو او ۱۹۹۱ز کال د شوروي يووالي په ماتېدو سره دغه هېواد هم خپله خپلواکي تر لاسه کړه  او خپلواکه هېواد شو. 

۱۹۱۵ز کال  د ارمنستان او عثماني ترکيې ترمنځ خونړۍ جګړې شوې. دغه جګړو کې نېږدې يو نيم مېليون کسان ووژل شول. د ارمنستان دولت، روسيه، برېتانيا او نور هېوادونه دغه وژنې د عثماني ترکيې  له خوا د ارمنستان د وګړو عام وژنه حسابوي خو د ترکيې دولت بۍا دا مسسله ادعا بولې او ردوي يې. ترکيه دغه مرګ - ژوبله د ارمنستان او عثماني ترکيې ترمنځ د نښتې له امله بولي.