امریکا ته ورغلي کډوال د وسلو جوړولو په فابریکو کې پر دندو ګمارل کيږي

کابل (روهي):  د امريکا د وسلو جوړولو شرکتونو ته وړانديز شوی چې هغه هيواد ته ورغلي کډوال په کار وګوماري.

د امريکا د سمندري ځواکونو عملياتي يادو شرکتونو ته وړانديز کړی چې افغان او اوکرايني کډوالو ته د زده کړو لنډمهالې دورې جوړې او ترې فارغيدونکي کسان پر دندو وګوماري. 

د سمندري ځوک مشر مايک ګيلډي ويلي، افغان او اکرايني کډوال داسې دندو ته اړتيا لري چې ډير معاش واخلي او وکولای شي چې پر خپلو بچيانو زده کړې وکړي.

 ده ويلي په دفاعي سکتور کې دنده ښايي افغان کډوالو ته په زړه پورې وي.

د راپورونو له مخې، د امريکا متحد ايالتونه پلان لري څو خپل سمندري ځواکونه پر نويو جنګي بيړيو سمبال کړي خو د دې کار لپاره د ماهرې بشري قوې نشتون له ستونزو سره مخ کړي دي..