ډنمارک: افغانستان کې مو ښځینه کار کوونکې اوس هم کار کوي

د ډنمارک د کډوالو شورا وايي چې افغانستان کې د نوي حکومت رامنځته کېدو وروسته يې هم په دغه هېواد کې خپلې ښځينه کارکوونکې دندو ته ادامه ورکوي.

د  د دې غير دولتي بنسټ رييسې شارليټ سلينټ اسوشيټيډ پريسد اژانس ته ويلي، له ښځينه کارکوونکو پرته افغانستان کې فعاليتونو ته ادامه نه شي ورکولی. 

نوموړې چې تازه يې افغانستان ته سفر کړی ويلي، بنسټ يې نږدې يو ميليون افغانانو ته مرستې رسولې چې دوی پرې وياړي. 

هغه چې د زياتيدونکي بشري کړکيچ د ارزونې په موخه افغانستان ته راغلې د ا.ا له ځينو مشرانو سره يې هم کتلي دي.

 دې ويلي چې د ا.ا له مشرانو سره په خبرو کې يې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو پر پرانيستل کيدو هم ټينګار کړی دی.