د چاودنې له امله په روسيه کې 4 تنه وژل شوي

د روسيې د داغستان په جمهوريت کې د يوې چاودنې له امله څلور تنه وژل شوي او شپږ تنه هم ټپيان شوي. دغه پېښه تيره ورځ د خاسايورت ښار کې د غذايي توکو يوه مرکز ته نږدې ، رامنځته شوې. د روسيې امنيتي مسوولين د پېښې په هکله پلټنې پيل کړي.
د يادونې وړ ده، چې تيره دوشنبه د ماسکو د ((دما دېدوه )) په هوايي ډګر کې هم چاودنه شوې وه، چې له امله يې 36 تنه ووژل شول او شاو خوا تنه 130 هم ټپيان شول.