افغان حکومت روسيې ته سفير لېږلى 

کابل(روهي): روسي رسنيو ويلي چې افغان حکومت په دغه هېواد کې سید طیب جواد له دندې لرې کړی او پر ځای یې غروال استولی دی. 

د روسیې تاس خبري اژانس د یوې سرچینې له قوله ليکلي چې د افغانستان سفارت ته معرفي شوی ډیپلومات جمال غروال به ډېر ژر د پخواني حکومت د سفیر سید طیب جواد پر ځای دنده پیل کړي. 

د مالوماتو له مخې، غروال تر دې وړاندې هم د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کې دنده تر سره کوله. 

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف څه موده وړاندې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیوچارو وزیرانو په غونډه کې ویلي وو چې مسکو د افغان حکومت لخوا لومړی ور استول شوی ډیپلومات منلی دی. 

د یادونې ده چې له دې مخکې د روسیې په ګډون چین او پاکستان د افغان سرپرست حکومت ور استول شوي ډيپوماتان منلي دي.