ستاسې د وينې ګروپ ستاسې د شخصيت او روغتيا سره څه تړاو لري؟ 

که څه هم د وينې ګروپونه د انسان په شخصيت پورې د طب له اړخه ډېر تړاو نه لري، خو د ځينو سروې ګانو او تجربو پر اساس له شخصيت سره د وينې ګروپونو تړاو ښوودل کېږي. دې ليکنه کې ځيني هغه ځانګړنې درته ښييو چې ستاسې وينې ګروپ پر اساس دي. 

۱-  A  د وينې ګروپ 
هغه کسان چې د وينې ګروپ يې A وي نو شل سلنه په کې د معدې سرطان چانس ډېر وي. دغه د وينې ګروپ لرونکي کسان د نورو وينې ګروپ لرونکو کسانو په پرتله ۵۰ سلنه د زړه په ناروغيو ډېر اخته کېږي. په شخصيتي اړخ کې دا کسان زړور، نوښتګر، هوښیار او مسؤليت منونکي وي. د A ګروپ کسانو په اړه جالبه خبره دا ده، چې ماشي يې ډېر نه چيچي. 

۲- د B وينې ګروپ 
دغه کسانو کې د زړه ناروغيو شونتیا د O ګروپ لرونکو کسانو په پرتله يوولس سلنه ډېره وي. هغه ميرمنې چې بي ګروپ وينه لري، نو د تخمدان سرطان شونتيا يې ډېره وي. د بي (B) ګروپ لرونکو کسانو رواني او د شخصيت ځانګړنې دا دي چې په زړه پورې، فعال، نوښتګر، پیاوړي، خود غرضه، بې مسؤلیته او نه بښونکي وي.

۳-  AB د وينې ګروپ 
دغه ګروپ د وينې ورکړې برخه کې له O وينې ګروپ وروسته راځي. هغه ميرمنې چې حاملې وي او د وينې ګروپ يې AB وي، نو د حمل پر مهال، پر پره اکلامپسي نومي ناروغۍ ډېرې اخته کېږي. دغه ګروپ لرونکو کسانو کې هم د زړه ناروغيو شونتيا ۲۳ سلنه وي. د شخصيت ځانګړنې يې ښه خوی، پر ځان کنټرول، منطقي فکر،  ډېر انتقادي، هېرېدونکی او غیر مسوولانه وي. 

۴-  O د وينې ګروپ 
د O وينې ګروپ لرونکي کسان کولی شي هر بل ګروپ ته وينه ورکړي. د پانقراټيک يا پانقراس سرطان ګواښ په کې وي. دغه کسانو کې د ملاريا له ناروغۍ څخه د مړينې خطر هم کم وي. منفي اړخونه يې دا دي، چې د معدې زخم يا ulcer شونتيا په کې ډېره ده. جالبه مسله  دا ده چې د O وينې ګروپ لرونکي کسان ماشي نه چيچي او غوماشي دا ډول وينې ګروپ کم خوښوي. د O وينې ګروپ لرونکي کسانو شخصيت دا ځانګړنې لري. ډاډمن، پر ځان او قوي اراده لرونکي، هوښیار، متمرکز، او سړه حوصله لرونکي وي.