افغان حکومت ايران ته؛ له افغان کډوالو سره خپل چلند سم کړئ

کابل(روهي): د ا.ا مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد په ایران کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند غبرګون ښودلې او ويلي ې دي چې ایران د یوه ګاونډي هېواد په توګه باید له افغان کډوالو سره خپل چلند سم کړي.

نوموړي زیاته کړې چې ايران دې افغان کډوالو ته اجازه ورکړي چې په ازادانه توګه او په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شي.

دده په وینا، افغان لوری له ديپلوماتیکو لارو غواړي د کډوالو اړوند مسایل له ایران سره حل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې وروستي راپورنونه وايي، ایران له افغان کډوالو سره ناوړه چلند ډېر کړی دی او هره ورځ زرګونه افغانان په زور له خپل هېواد وباسي.

 په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارووزير ویلي وو، چې دمګړی ایران د شاوخوا پنځه میلیونه افغان کډوالو کوربه دی