ملګري ملتونه: افغانستان سره شوې مرستې لږ دي 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر ویلي، افغانستان کې د خلکو د ژغورنې لپاره د دوی پر هوساینه لا ډېر کار ته اړتیا ده.

د ياد پروګرام مشر عبدالله الدردادي تازه ويلي چې تر هغه چې نړیواله ټولنه د افغانانو د ژغورنې او اقتصادي ودې لپاره یو پیاوړی او پراخ پروګرام پیل نه کړي اوسنۍ بشري مرستې به پایله و نه لري او بسنه به هم و نه کړي.

 نوموړی وایي. که نړیواله ټولنه په رښتیا غواړي چې په افغانستان کې بشري ننګونې کمې کړي نو د افغانانو د ژوند په ښه کولو کې باید رغنده رول ترسره کړي.

ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم ویلي چې په افغانستان کې روان بشري وضعیت بوږنوونکی دی، راټولې شوې مرستې کفایت نه کوي او لا ډېرو مرستو ته شدیده اړتیا لیدل کېږي.