امریکا: که ا.ا نړیوال شرایط په پام کې نه نیسي، په رسميت به ونه پېژندل شي

کابل (روهي): د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، که افغان سرپرست حکومت د نړیوالو شرایط په پام کې نه نیسي، د رسمیت پېژندلو تمه دې نه کوي.

نوموړې په يوې مرکه کې ويلي چې دا ډېره مایوسونکې اوحیرانونکې ده چې سرپرست حکومت له خپلو ژمنو سره سره بیا هم د نجونو د ښوونځيو د بندولو پرېکړه وکړه.

هغې ویلي، اوس په افغانستان او نړۍ کې د افغانستان د نوي حکومت لپاره د ازمېښت یو اړین پړاو دی.

رينا ادعا کړې چې د نجونو د ښوونځيو د بیا پرانیستلو مسله د افغانستان د سرپرست حکومت د مشرانو تر منځ هم د اختلافاتو د رامنځته کېدو لامل شوې.

هغې ویلي: "سرپرست حکومت کې داسې کسان شته چې افغانستان ته په هغه سترګه نه ګوري لکه څرنګه چې دی. د دوی په ذهنونو کې د افغانستان غير واقعي تصویر دی. داسې افغانستان چې د اسلام د افسانوي مفکوري پر بنسټ ولاړ وي."

دې دا هم ويلي چې: "هغه اسلام چې اسلامي نړۍ سره په ټکر کې دی او له اکثرو مسلمانو هېوادونو له کړنو سره هیڅ ډول همغږي نه لري، زما په اند د دې ډلې تر منځ تاوتریخوالی موجود دی، که دوی په همدې ډول خپلې سخت دریځۍ ته دوام ورکړي غورځنګ یې وېشل کېدای شي او افغانستان له ماتې سره مخامخوي"