د (يلو سټون) اورشيندي له فعالېدو سره به د امريکې دوه پر درې برخه له منځه لاړه شي

امريکايي پوهانو په امريکا کې د يوې ډېرې خطرناکې پېښې د احتمال په اړه خبرداری ورکړی. دغه پوهان وايي ، چې د امريکې په وايومينګ ايالت کې د يلو سټون په نامه يوه اور شيندي تر 600 زره کلو وروسته په 2004 کال کې يو ځل بيا فعاليت پيل کړی دی. دوی خبر داری ورکړی چې که چېرې دغه اورشېندی اور غورځول پيل کړي نو ښايي د امريکې دوه په درې برخه له منځه يوسي. دوی وړاند وينه کوي، چې له اور غورځونې سره به زهرجن ګازونه د ځمکې پر مخ ډېر بوټي او ژوي له منځه يوسي او د امريکې په ميليونهاوو وګړي به اواره کړي. ځمکپوهان وايي، چې په تېرو دوو ميليون کلو کې دغه اورشيندی درې ځلې فعال شوی او له 2004 کال راهيسې د دغه اورشيندي فعاليت د دې احتمال بيا راژوندی کړی چې ښايي يو ځل بيا اور غورځول پيل کړي.