د سټو کنډو په لار کې شوکه

د پكتيا ولايت دامنيې قومانداني  وايي ، چې د خوست او ګردېز ترمنځ په لويه لارکې يې درې داسې كسان نيولي ، چې د پوليسو جامې يې پرتن او په لار كې يې له موټرو څخه پيسې اخيستې.
  د پكتياد نوي والي جمعه خان همدرد  وياند روح الله سمون وايي ، چې پوليسو  د خوست او ګردېز  پر لويه  لاره د ګردې څيړۍ په ولسوالۍ كې درې داسې ملکي کسان نيولي چې د پوليسو په جامو کې  يې يې له ټيلر موټرونو څخه پيسې اخيستې.
  وياند د نيول شويو كسانو هويت په ډاګه نه كړ خو زياته يې كړه ، چې هغوى په پوليسو كې رسمي دندې  نه درلودې او يوازې يې د پوليسو له جامو څخه په سؤ استفادې  له موټرو او خلكو پيسې ټولولې.
  وياندوايي ، چې دغه کسان به ژر تر ژره د لازياتو څېړنو په موخه، څارنوالۍ ته وسپارل شي .
د پكتيا او خوست ولايتونوترمنځ دغه يوسلو لس كيلومتره اوږده لار ، چې د ځدراڼو په غرونو كې  په خام ډول تېره شوې، د پكتيا له سټوكنډو،  ښواك، ګردې څيړۍ او وزې ځدراڼوولسواليو او همداشان د خوست تر دوه منده ولسوالۍ پورې له ستونزو اوكړاونوو ډكه لار بلل كيږي اود دې لارې په اوږدو كې ډېر وخت  بهرنيو ځواكونو ته بار وړونكي موټر سوځول كيږي اوهم پر دغه لار  د افغان اوناټو ځواكونو د سرتيرو پركاروان چاودنې او بريدونه هم كيږي چې ډېر وخت د مرګ او ژوبلې لامل ګرځي. يه دې لار کې تر مازيګر وروسته تېرېدل خطرناک ګڼل کيږي او لارې وهونکو تل د لارې له خرابوالي څخه  غلطه ګټه اخېستې ده . د خوست او ځدراڼو خلک شکايت لري ، په داسې حال کې چې د ډېرو غير مهمو ولايتونو لارې پخې شوي ، خو د خوست په څېر مهم ولايت يا خو هېر شوی او يا هم په شعوري توګه پاملرنه نه ورته کيږي .