کابل(روهي): د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیر ویلي د افغان حکومت له لوري د نشه يي توکو په اړه د نوي خپاره شوي فرمان هرکلی کوي خو تمه لري چې دغه فرمان عملي شي.
د هغه په وينا نشه يي توکي د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره خطرناک دي نو له همدې امله دی تمه لري چې د نشه يي توکو د کښت د مخنیوي په موخه صادر شوی فرمان په بشپړه توګه عملي کړل شي.
هغه همدا راز ویلي چې افغانان د بزګرۍ په برخه کې مرستو ته اړتیا لري او په خبره یې یو پیاوړی زراعتي سیستم د افغانانو لپاره ضرور دی او دا به په پایله کې ټولو افغانانو په تېره بیا ستره برخه بزګرانو ته لوی کمک وي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت تازه داسې فرمان صادر کړی چې له مخې یې له دې وروسته په ټول افغانستان کې څوک د نشه يي توکو په تېره د کوکنارو پر کرکېله او کاروبار لاس نه شي پورې کولی.
وروستي