ناټو: د افغانستان له تجربو درس اخلو

کابل(روهي): ناټو وايي افغانستان کې ورته ثابتې شوې تجربې به د راتلونکو ستونزو په حل کې وکاروي. 

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې په افغانستان کې یې ګڼې لاس ته راوړنې لرلې، خو تر څنګ یې ستونزې هم وې. 

د هغه په خبره دوی په افغانستان کې ډېرې تجربې ترلاسه کړې دي، چې د ناټو لپاره د یوه درس حیثیت لري او په راتلونکو ستونزو کې به ګټه ترې واخلي.

نوموړي دغه راز ویلي چې دوی زرګونه متحدین له افغانستان ایستلي دي او دا یې د ناټو په غړو هېوادونو کې مېشت کړي دي.

هغه له افغانستان د تخلیې ماموریت هم ستره لاس ته راوړنه بللې ده.