خوړو پروګرام ۱۴،۸ ملیونه افغانانو ته خواړه برابر کړي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې د روان ۲۰۲۲ز کال له پیله‌ یې ۱۴ ملیونه او ۸۰۰ زره افغانانو ته خواړه برابر کړي دي.

د دغه دفتر اسیا څانګې تېره شپه په یوه ټویټ کې د نړیوالې ټولنې د روان ملاتړ مننه کړې ده.

سرچینې لیکلي چې تېره اوونۍ مرستندویو هېوادونو په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د بشري مرستو لپاره د ۲ میلیارده او څه باندې ۴۰۰ ملیون ډالرو په اندازه د مالي مرستې ژمنه کړې، له همدې امله ۱۴ ملیونه او ۸۰۰ زره افغانانو ته خواړه برابري.