د ټرمپ (Truth) نومي ټولينزه رسنۍڅنګه روانه ده؟ آيا ټوېټر سره توپير لري؟ 

د امريکا متحدو ايالتو وروستۍ ولسمشريزې ټاکنې جنجالې شوې او له ډېر اوږد وخت وروسته پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځينې داسې کړنې وکړې، چې د امريکا د سياسي قدرت او واک لېږد په تاريخ کې يې شتون نه درلود. د امريکا پر کنګرس ماڼۍ د ټرمپ د ملاتړو بريد او د ټاکنو په اړه د ټرمپ څرګندونې سبب شوې، چې ټوېټر ټولينزه رسنۍ د ولسمشر ټرمپ حساب بند کړي. ټرمپ پر ټوېټر ډېر فعال وو او څه د پاسه اتيا مېليونه څارونکي يې پر ټوېټر درلودل. 

پر ټوېټر د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حساب بندېدو وروسته ټرمپ غوسه شو او ژمنه يې وکړه چې داسې يوه ټولنيزه رسنۍ به جوړوي، چې د فېسبوک، ټوېټر او نورو شته ان لاين رسينو پر وړاندې ودريږي او له دوی مخکښه اوسي. ټرمپ څه وخت وروسته د Truth په نوم آپ او پر ليکه رسنۍ جوړه کړه. 

د پخواني ولسمشر ټرمپ Truth نومي د ټولنيزې رسنۍ آپ تر اوسه نېږدې يو نيم مېليون کسانو راښکته کړی يا ډونلوډ کړی دی. دغه آپ يوازې آپل ټیلیفونون، کې ښکته کېدای شي. محدويتونه يې دا دي چې له امريکا پرته نورو هېوادونو کې ورته لاس رسی نه کيږي، انډرايډ موبايلونو کې نه ښکته کېږي او همدا ډول ډېر چټک اپډېټ نه لري، نو هغه کسان چې يو ځل Truth آپ راښکته کړي، بېرته يې له منځه وړي. 

د ټرمپ Truth آپ بڼه د ټوېټر په ډول ده. يو څو داسې ځانګړنې لري چې له ټوېټر سره يې توپير کيږي او يا هم د ټوېټر پر پرتله ټولې ځانګړنې په کې نشته دي. د Truth د کارنو شمېر ډېر کم دی. تر اوسه په هغه نوملړ کې نه دی راغلی، چې نړۍ کې سل تر ټولو ډېر ډونلوډ شوي آپ ښيي. د دغه آپ ظاهري بڼه او شکل داسې دی، چې ټوېټر سره توپير مشکل دی. 

تېره مياشت کې Truth د ايفون پر آپ سټور هغه آپ وو، چې ترټولو ډېر ډونلوډ شوی وو، خو دغه آپ ډېرو کسانو په دې پار ډونلوډ کړی وو چې د ولسمشر ټرمپ له خولې يې نوم اورېدل کېدو او د خلکو تلوسه ورته ډېره وه. يانې دغه Truth اپ کارونه نه درلوده، يوازې به ډونلوډ کېدو او ډونلوډ شوې شمېرې يې غيرې فعالې وې. 

ولسمشر ټرمپ پر خپل Truth نومي آپ ۷۵۰زره څارونکي لرونکي او ځيني وخت پر پوسټونه هم کوي. ټرمپ پر خپل Truth دومره فعال نه دی، چې څومره فعاليت يې چې پر ټوېټر درلود.