کابل(روهي): د افغانستان بانک وايي چې افغانستان ته د بشري مرستو په لړ کې نن ۳۲ میلیونه امریکایي ډالر نغده مرسته را ورسېده. 

دغه بانک په خپل د یاد خبر ترڅنګ په خپل ټوېټر لیکلي چې افغانستان ته د بشرپاله مرستو له پیل تر دې مهاله دا شلم ځل دی.

هغه زیاته کړې چې کابل ته په نغد ډول مرستې راځي او د افغانستان نړیوال بانک یا (AIB) ته سپارل کېږي.

سرچینه زیاتوي، د افغانستان بانک د نړیوالې ټولنې له مرستو مننه کړې او له نړیوالې ټولنې څخه یې په مالي او بانکي برخو کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د سرپرست حکومت له جوړوېدو وروسته د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان شاوخوا لس میلیارد ډالره پانګه کنګل کړه چې له دې امله افغانان له سختو ستونزو سره مخ دي.