بریټانیا ۱۵ افغان مېرمنو ته د ماسټرۍ بورسونه ورکړل

کابل(روهي): بریټانیا کې منچستر پوهنتون ۱۵ افغان کډوالو مېرمنو ته د ماسټرۍ وړیا بورسونه ورکړي دي.

دا هغه افغان مېرمنې دي چې د افغانستان کې د ط.البانو له واک ته رسېدو وروسته له هېواده وتلي دي.

د دغه پوهنتون د ماسټرۍ د پروګرام مشر الکساندر ګاردنر مکتاګرټ ویلي چې د افغان مېرمنو د لېوالتیا، په ځان باور او د انګلیسي ژبې له زیات مهارته خوښ دي.

د یادونې وړ ده چې یاد پوهنتون د ماسټرۍ اکثره پروګرامونه د کال شااوخوا ۳۰ زره ډالره لګښت لري.